۱۳۹۵ اسفند ۱۱, چهارشنبه

د ملا له کوره غلا / له اشپزه سره بانډار



کاکا غمخور ویل : په افغانستان کې غلاوي اږده مخنیه لري دا غلاوي به د ټولني د نااهلو او نا پیژندل شویو کسانولخوا د چرګانو له  غلا  پیل کیدي اوپه کیسه بوري به پایته رسیدي خو  له کلونوراهیسې زمونږ په هیواد کښي دغلا،چور اوچپاول بڼه بدله شوي  د غلاوسستم هم د نورو څیزونو په څیر  ترقي کړي پخوا به غلو جرګان ،غواوي ، پسونه ،د سون او خوراکي مواد غلا کول خو اوس د غلو بڼه بدله شوي اوږدی زیږي لري سپین کالی اغوندي او پګړۍ په سر تړي د ټولني معزز افراد ځان معرفي کوي.

 د دوي د غلاوو بڼي هم بدلي شوي د دوي غلاوي   دچرګانو ،غواو، پسونو ،رشقي او شفتلي غلاوي نه دي بلکي په جریبو جریبو ځکمي غلا کوي      لوړپوړي  ودانۍ اوعصرې ښارګوټی پري ودنه وي دفترونه  لري عصري موټر لري  هرډول وسلي لري ساتونکي لري خلاصه هر ډول قدرت لري  .
  منیجر ورته وخندل ویل کاکا ! وایې چي د ملانصرالدین کورته یوغل ورنـنوتی وهر څه یې تري ولوټل  په پای کې یې یوه ښکلی جای نمازته پام شو چې په یوه دیوال راځوړند وو غل ورغئ اوجای نماز یې را واخیست اوپخپله اوږه یې واچاو.
ملانصر الدین غله ته وویل :هرڅه دې لوټ کړل جای نماز خو مه وړه  لمونځ پري کوم غله مخ ورته راواړو خوله یی بوڅه کړه  ملا ته یې وویل: ستا څه خیال دی زه لکه چې هندو   درته  ښکاره شوم زه هم پرې لمونځ کوم.
ماویل هغه کسان  چي  غلا وی ،لوټ اوچور  وکړي مرګ اووینی  توی کړي  اوبیاهم ځان ته  مسلمان وای زما په خیال دا ډله خلک اصلا مسلمانان نه دي  ځکه مسلمان یا اسلام  د تسلیم په مانا دی اورښتینی مسلمان هیڅکله په نارواعمل لاس نه پورې کوی.

یاده ونه :

زمونږ دا بانډار د ښاغلي بسم الله اکبري د لیکنه په بنا جوړ شوی و.

هیچ نظری موجود نیست: