۱۳۹۵ اسفند ۱۵, یکشنبه

(هاټ) مبارزین / له اشپز سره بانډار


کاکا غمخور کیسه کوله ویل لمسیانو مي راته سپارښتنه وکړه  ماښام چي کورته راځي نو یوه دانه  د کارتون سي ډي به هم له ځان سره راوړي ماویل سمه ده.
 مازدیګر ولاړم د میوزک سنټر او سي ډی خرڅولو مارکیټ ته یو دکان ته ور وختم زما د عمر( همزولی)  دکاندار پکښي ناست وو رانه یی وپوښتل څه غواړي ؟
ماویل د کارتون سي ډي .
دکا ندار تندی ترو ش کړ ویل ولي په ما دي څه د .......... خیال را غی ؟
ماویل یا یا یا خدای دي نه کړي .
ویل ورشه هغه بل دکان ته هلته شته .
هغه دکان ته چي ورغلم دوه تنه ځوانان پکښي ناست وو پوښتنه یی را نه وکړه ویل : کاکا څه غواړي ؟
ماویل د کارتون سي ډی .
ځوانانو په خپلو منځو کښي ښه ښه  په کړس کړس سره وخندل هغه یو را غبرګه کړه ویل کاکا ! بس ده نور د ګور له غاړي یی تر کله به د کارتونیک په سی ډیانو پسي دکان په دکان ګرزی ؟ .
له دکان څخه را ووتم د مارکیټ په منځ کښي ودریدم د دکاندارانو په خبرو مي فکر کا وو چي د شا لخوا یو چا زما په اوږه لاس کیښود ورسره جوخت یی رانه وپوښتل کاکا ! څنګه حیران ولاړ یی ؟ 

ماویل وړو لمسیانو مي رانه د کارتون سي ډي غوښتي اوس چي هر دکان ته  ور پورته شم  او  دسي ډي پوښتنه وکړم څوک خوشکي راته کوي او څو بیا را پسي خاندي .

سړی راته وویل ته ملامت نه یی د فساد په دغه بازار کښي د ( کارتون) نوم د غیر اخلاقي سي ډیانو لپاره وضعه شوی .
یو دم مي تندي ته تړک ورکړ له ځان سره مي وویل غمخوره د خدای په غضب ککړسي لا له دي کارتون سره .
عنایت الله کاکړ صیب چي تازه راته میلمه راغلی وو او دکاکا غمخور کیسه یی په خوند اوریده موسکی شو ویل اوس چي د مجلس موضوع (هاټ ) ده نوزه به هم یو کیسه درته وکړم  خو خاندۍ به نه کیسه داسي وه  چي :
يوه ورځ غررر شو چې پر واټس اپ پيغام راغی، شمیره  له ما سره ثبت نه وه، نه سلام نه کلام، راته یې وليکل: سنګه یې مرتده!
ـ ښه یم مفتي صیب ، ته خپل حال وایه.
- شکر دی، نازوانه د غريبانو حال هم نه اخلې!
- غريبان شکر دی له ځانه پوره دي، د حال ځای یې په ځان کې نه دی پرې ايښی!
- هههههههه
- هیهیهیهیهیهیهی
- دا هیهیهیههیهی یې بیا سه معنا؟
- دې ته تُرکي به تُرکي وايي...!
- دا ترکي به ترکي یې بيا څه وي؟
- دا د کاڼي ځواب په خښته سره!
- ډير بلا یې!
- بلا نه یم!
- نو څه  شی یې؟
- ملا يم...!
- ملا یې لا څه  شی ده؟
- مُلا، تا وارو د مُفتې مفتیانو ته بلا ده...!
سړي دوه خپلې کړې، دوه یې له خره پور کړې او په څلورو وتښتید.
زه هم د ژورناليزم شيطان پسې سکونډلم، د سړي پايلوړ مې پيل کړ. جکه جکه، جکه جکه چې پر فيسبوک مې يې دوه اکاونټونه کشف کړل.
په یوه کې یې د اُسامه بن لادن فقير عکس لګولی او پر سپینه ماڼۍ یې د موهومو هيلو یو نيم ځوړنده بيرغ فوټوشاپ کړی دی. لاندې پر ديوال یې د نيل له ساحله نیولي تر کاشغره پورې له ټولو بشپړو او نیمه مسلمانو وسله والو ډلو ټپلو سره د ورورۍ اعلان کړی وو. ځای پر ځای يې د بغداد تازه خليفه ته هم قُلبه لړلي وه.
او پر بل اکاونټ یې نوم د مستې کابلۍ (دغه نوم مې قصداً د ځینو ملحوظاتو له امله بدل کړ، د نوموړي د اکاونټ د اصلي زنانه يې نوم او عکس ثبوت راسره شته) ايښی او د پروفايل پر ځای یې د پښتو فلمونو د ډانس د پخوانۍ ميخ کټۍ آغلي مسرت شاهين نیمه بربنډ عکس لګولی دی. داسې لغړه فيسبوکي پاڼه به نه وه پاتې چې ده دي نه وي لايک کړي.
په نیوز فيډ کې يې ځای پر ځای د ځانګړو پوسټونو له لارې دا ډول سرچونه فرمايلي وو:
Hot Sax
Good Six
Sixy garl
منیجر وخندل ویل مولانا صیب دا  خو سم دم د (هاټ) مبارزینو له ډلي څخه وو . 

کاکا غمخور ورته ویل یاره کاکړ صیب په هر چا کښي ښه او بد شته څه یی کوي دی او اخرت یی .
کاکړصیب ویل :.
مخسد مې له دې  خبرې دا وو چې فکر ته مو پام کوئ او هر مخاطب ته د مبارز په سترګه مه ګورئ، کیدای شي هغه یو جنسي ليونی وي او له تاسې سره یې چلن د نګه عُقدې له مخې وي....!

کاکا ور غبرګه کړه ویل دا جنسي لیونیان بیا څه ډول موجودات دي ؟ 
کاکړ ورته ویل : جنسي لیونیان هغه دي کوم چي تا د سي ډيانو په مارکیټ  کښي ولیدل .
نعمان دوست صیب  غلی په کونج کښي یی یوه پښه په دا بله اړه ولي وه او ژر ژر تسبیح اړولي د کاکا غمخور او کاکړ مجلس ته یی غوږ نیولی و د کاکا له پوښتني سره یی د خپل ځان چوپتیا ماته کړه غاړي یی تازه کړي ویل یو جنسي لیونیان هغه دي چي تا په مارکيټ کښي ولیدل او بل جنسي لیوانیان هغه دي چي ما په یو دکان کښي ولیدل دوست صیب خپله کیسه داسي پیل کړه : په چادري کې تاوه میرمن له وړې ماشومې سره دوکان ته پورته شوه.
له ناستو کسانو څخه یوه غږ کړ:
واه، څه قد!
میرمنه، لکه کڼه چې وي؛ ځان یې غلی کړ.
بل وویل:
دا لور ستا ده؟
هغه بیا غلې شوه، لکه هیڅ چې یې نه وي اوریدلي.
بیا ورغږ شو:
څو کلنه به یې؟
د میرمنې سترګې ډکې شوې، چادرې لاندې یې پرې دستمال راکش کړ. له قهره یې وخندل او له دوکانه ښکته شوه.
ناستو کسانو، یو بل ته وویل:
ومو لیده، هماغه زما خبره شوه. رښتیا چې ۹۹٪ شهوت په ښځو کې دی، ښځه فتنه ده او نران بې لارې کوي!.

د دي کیسي په اوریدو سره دکاکا سترګي له اوښکو را ډکي شوي ویل لعنت په جنسي ناروغانو .




هیچ نظری موجود نیست: